۸ ولایتونو کې؛ پولیسو ۱۵ تنه نیولي او وسلي او مهمات کشف کړي دي

moi-af
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۷ - ۱۱:۲۸
assadf

امنیتي ځواکونو په نورستان، جوزجان، بلخ، سرپل، پکتیکا او هرات ولایتونو کې د غلاوو، وژنې، ناقانونه وسلو ساتلو او هوایي ډزو په تړاو ۱۵ شکمن کسان نیولي چې له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

له منځه یې، پنځه تنه د واده په مراسمو کې د هوایي ډزو په تړاو په نورستان، درې حرفوي غله په جوزجان، دوه تنه په بلخ، یو تن په پکتیکا، دوه تنه د ناقانونه وسلې ساتلو په تړاو په سرپل او یو ماهر غل او یو تن د وژنې په تړاو د هرات ولایت په مربوطاتو کې نیول شوی دی.
ورته وخت کې، ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو په سرپل او کاپیسا ولایتونو کې یو شمېر وسلې او مهمات موندلي او ضبط کړي دي.