۸ ولایتونو کې؛ پولیسو نشه یي کروندې له منځه وړي

پولیسو د نشه یي کروندو د له منځه وړلو په دوام ۴۷۶ جریبه د کوکنارو کښتونه د لغمان په الینګار، علیشنګ او قرغیو ولسوالیو کې، ۴۹ جریبه په بغلان ولایت، شپږ جریبه په کاپیسا، درې جریبه په سرپل، درې جریبه په کنړ، څه باندې یو جریب په دایکندي، دوه زره او ۴۰۰ مربع متره ځمکه په سمنګان او څه باندې ۸ زره مربع متره ځمکه په هرات کې له کوکنارو پاکه کړې ده.