۸ ولایتونو کې؛ پولیسو شاوخوا ۳۹۰ جریبه کوکنار اړولي او ۹ تنه یې نیولي دي

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۸ - ۹:۲
zzz

نشه يي توکو سره د مبارزې پوليسو د هیواد په ۸ ولايتونو کې له ۳۹۰ جريبو زيات کوکنار له منځه وړي او ۹ تنه يې د نشه يي توکو د پلور په تور نيولي دي.
له منځه یې، ۳۸۶ جریبه د بدخشان په ارګو ولسوالۍ، ۷ جریبه د غور په الفاروق ولسوالۍ، لسګونه جریبه د کاپیسا ولایت په تګاب او نجراب ولسوالیو کې او په لسګونه جریبه نوره ځمکه د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ کې له کوکنارو پاکه شوې ده.
دغه راز، نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو کابل کې ۳ تنه د ۵۸۲ پاکټه ټابلیټ کا ګولیو او ۲۰۰ پاکټه زکاف ګولیو سره، دوه تنه په کندز کې د ۳۰۳ پاکټه نشه یي ګولیو او ۱۹۱ ګرامه شیشې په تړاو، ۲ تنه  د ۶۰ لیتره شرابو د پلور په تړاو په فاریاب او یو کس په هرات کې د نشه یي توکو د خرڅلاو په تړاو نیول شوی دی.