۸ ولایتونو کې؛ د ۱۶ تنو نیولو ترڅنګ نشه یي توکي کشف او وسوځول شول
نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو په ۸ ولایتونو کې د عملیاتو پر مهال ۱۶ تنه د یادو توکو د قاچاق او خرڅلاو په تړاو نیولي او بېلابېل نشه یي توکي یې ترلاسه او سوځولي دي.
له منځه یې، دوه تنه په بغلان کې له ۱۰ کیلو اپینو په تړاو، یو تن له ۱۶ کیلو (اېف) نشه یي توکو سره په غور، شپږ تنه په کاپیسا، درې تنه په فاریاب، دوه تنه په کنړ او دوه تنه په پروان ولایت کې نیول شوي دي.
همداراز، پولیسو په فراه کې ۲۰۶۰ کیلو ډول ډول نشه یي توکي او په ارزګان کې ۲۵۰ کیلو ومان موندلي او سوځولي دي.