۸ ولایتونو کې؛ د ومانو یوه کارخونه کشف او ۲۳ کسان نیول شوي

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۵ - ۹:۳۳
aAZXZX

نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د لغمان ولایت په الینګار ولسوالۍ کې د ومانو یوه کارخونه موندلې او سوځولې ده. ورته مهال یادو منسوبینو د نشه یي توکو د خرڅلاو او کارولو په تړاو ۱۰ تنه په خوست، پنځه تنه د نشه یي توکو پلورونکي په تخار، ننګرهار کې یو تن د ۱۶ کیلو نشه یي توکو (شیشه) د قاچاق په تړاو، یو تن په کابل کې له ۵۸ کیلو چرسو سره، دوه د نشه یي توکو پلورونکي په سمنګان او یو تن په هرات کې نیول شوی دی.