۸ ولایتونه؛ شاوخوا ۴۰۰ جریبه ځمکه له کوکنارو پاکه شوې

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۲ - ۹:۹
vbgbh

نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د هیواد په اتو ولایتونو کې په څو جلا عملیاتو کې ۴۰۰ جریبه د کوکنارو کروندې له منځه وړي دي.
له منځه یې، ۳۸۲ جریبه د ننګرهار په اچین او سپین غر ولسوالیو، ۱۶ جریبع دغور ولایت په الفارق ولسوالۍ، ۷ جریبه د بامیان په شیبر ولسوالۍ، ۴ جریبه د بغلان په نهرین ولسوالۍ او دوه جریبه ځمکه په میدان وردګ ولایت کې له کوکنارو پاکه شوې ده.
دغه راز، نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو لسګونه جریبه کوکنار په کابل، هرات او کاپيسا ولایت کې اړولي دي.