۷ ولایتونو کې؛ ۲۲ تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو په تړاو نیول شوي

moi-af
شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۹:۳۲
sfdasfda

امنیتي ځواکونو د هیواد په اوو ولایتونو کې د څو بېلابېلو عملیاتو په مهال ۲۲ تنه د غلاوو، د عامه نظم ګډوډولو، وژنې او د غیر قانوني وسلو د لېږد په تړاو نیولي.
له ډلې يې، ۱۰ تنه د عامه نظم د ګډوډولو په تړاو په کندز، ۲ تنه غله په فاریاب، ۳ تنه غله په سرپل، خوست، غزني او دوه تنه د وژنې په تړاو په سمنګان او بدخشان ولایتونو کې نیولي دي.
همدارنګه، امینتي ځواکونو دوه تنه د دوه بېلابېلو عملیاتو په مهال له ۷ میله تفنګچو، ۲ میله کلانشینکوف، ۷ عدده شاژورونو او له یو اندازه مرمیو سره په کندز او یو بل تن له یو میل تفګنچې او ۲۷ فیره مرمۍ سره د فاریاب ولایت د خیبر ولسوالۍ په مربوطاتو کې نیولی شوی دی.