۷ ولایتونو کې؛ پولیسو ۲۷ تنه شکمن کسان د بېلابېلو جنایي جرمونو په تړاو ونیول.
له ډلې یې، درې تنه د خلکو د ځورونو او درې تنه د وسایطو د غلا په تړاو په تخار، پنځه مسلکي غله په بدخشان، څلور تنه په غزني، څلور تنه په فراه، دوه تنه د وژنې په تړاو په ننګرهار، دوه غله په لوګر او دوه تنه د مجاهدینو له نوم څخه د استفادې په تړاو د خوست ولایت په مربوطاتو کې نیول شوي دي.
د یادولو ده چې د نیول شوو کسانو دوسیې به له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.