۷ ولایتونو کې؛ پولیسو ۲۴ تنه د بېلابېلو جرمونو په تړاو نیولي
امنیتي ځواکونو د هیواد په اوو ولایتونو کې له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې د غلاوو، وژنې، قاچاق، اخلاقي فساد او نورو جرمونو په تړاو ۲۴ تنه نیولي دي.
له منځه یې، نیمروز کې ۱۱ تنه د بېلابېلو جنایي جرمونو په تړاو، څلور مجرمین په ننګرهار، دوه غله په هرات، دوه تنه د څارویو د غلا په تړاو په سمنګان، دوه تنه د ښځو د ویښتانو د قاچاق په تړاو په پکتیکا، یو تن د وژنې په تړاو په کاپیسا او دوه تنه د اخلاقي فساد په تراو په تخار کې نیول شوي دي.