۷ ولایتونو کې؛ پولیسو ۲۲ تنه د جنایي جرمونو په تړاو نیول

جنايي جرمونو سره د مبارزې پولیسو له وروستیو ۲۴ ساعتونو راهیسې په زابل، تخار، بلخ، هرات، ننګرهار، پکتیا او غزني کې د بېلابېلو جنایي جرمونو په تړاو ۲۲ شکمن کسان نیولي جې د پولیسو تر لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
له منځه یې، پنځه تنه په زابل، څلور تنه په تخار، څلور په بلخ، دوه تنه په ننګرهار، دوه تنه په غزني او دوه تنه د پکتیا ولایت په مربوطاتو کې د وژنې او غلا په تړاو نیول شوي دي.