۷ ولایتونو کې؛ د نشه یي توکو درې کارخونې ترلاسه او ۱۱ تنه نیول شوي

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۷ - ۱۰:۲۱
سبسبسب

نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د نیمروز په دلارام ولسوالۍ کې د نشه یي توکو درې کارخونې موندلي او په بشپړ ډول یې سوځولي دي.
همداراز پولیسو د نشه یي توکو د قاچاق او خرڅلاو په تړاو درې تنه په پکتیکا، دوه تنه په زابل کې له ۲ کیلو چرسو سره، یو تن له ۴۰ کیلو اېف سره په هرات، دوه تنه په کابل، دوه په خوست او یو تن په نیمروز کې نیولی دی.