۷ ولایتونو کې؛ ۱۲۷ روږدي د بستر په موخه راټول او ۲۲ نور له رغیدو وروسته کورونو ته ستانه شوي

نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو په هیواد کې د روږدو د راټولولو او درملنې په لړ کې دا ځل ۸۱ تنه په کندهار، ۱۵ تنه په بلخ، ۱۲ تنه په لوګر، ۷ تنه په سمنګان، ۵ تنه په بامیان، څلور تنه په بغلان او درې تنه په غزني ولایت کې راټول کړي او د درملنې په موخه یې ځایي ولایتي روغتونونو کې بستر کړي دي.
همداراز په غزني ولایت کې ۲۲ روږي چې پخوا په دغه ولایت کې پولیسو راټول کړي وو روغ شوي او د یوې کمېټې په وسیله خپلو کورنیو ته وسپارل شول.