۷ ولايتونو کې؛ د ۲۳ جريبو چرسو اړولو ترڅنګ ۲۶ تنه نيول شوي

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۳ - ۱۰:۳۸
ASASDA

نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبينو په څو جلا عملياتو کې لس جريبه چرس په زابل، ۱۰ جريبه د پنجشېر په خنج ولسوالۍ، نيم جريب په سمنګان او نيم جريب په فراه ولايت کې اړولي دي.
همداراز، يادو منسوبينو د نشه يي توکو پلور په تړاو شپږ تنه په هرات، ۵ تنه د نشه يي توکو کارونکي په سمنګان، او په بلخ کې له تېرې يوې اونۍ راهيسې ۷ تنه د نشه يي توکو پلور په تړاو نيول شوي دي.
ورته مهال، پوليسو د سمنګان مرکز ايبک ښار له څنډو ۸ په نشو روږدي راټول کړي او روغتيايي مرکز ته يې لېږدولي دي