۶ ولایتونو کې؛ ۴۲ روږدي د بستر په موخه راټول او ۲۴ نور له درملنې وروسته رخصت شول

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۴ - ۱۰:۱۳
dsfafd

د روږدو د راټولولو په لړ کې نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو ۱۷ روږدي د کابل له پغمان ولسوالۍ، ۱۶ تنه په اورزګان، ۵ تنه په میدان وردګ ولایت، دوه تنه په پکتیا او دوه تنه په پروان ولایت کې راټول کړي او د درمنلې په موخه یې روغتیایي مرکزونو ته لېږدولي دي.
همداراز، یادو منسوبینو په غزني ولایت کې ۲۴ په نشو روږدي کسان چې پخوا یې د بستر په موخه ټول کړي وو له درملنې وروسته خپلو کورنیو ته سپارلي دي.