۶ ولایتونو کې؛ ۱۲ تنه له ۱۹ کیلو ګرامه نشه یي توکو سره ونیول شول

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۰ - ۱۴:۵۲
سبلسبلس

نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو په ولایتونو کې د بېلابېلو عملیاتو پایله کې یو تن له ۱۳ کیلو ګرامه شیشې سره د هرات ولايت په کوهسان ولسوالۍ کې، درې تنه له څه باندې یو کیلو ګرام چرسو او ۸۴۵ نشه یي ګولیو سره د کابل ښار د اتمې حوزې په مربوطاتو کې او ۸ تنه له ۵ کیلو ګرام تریاکو، یوه اندازه چرسو او نشه یي ګولیو سره په بامیان پنجشیر، فاریاب او لغمان ولایتونو کې نیول شوي دي.