۶ ولایتونو کې؛ پولیسو ۵۶ روږدي راټول او ۳۵ نور یې له بستر وروسته رخصت کړي

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۹ - ۱۵:۲۲
xzcvzcxv

په ولایتونو کې د روږدو د راټولو په دوام، نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د څو جلا عملیاتو په مهال ۲۵ روږدي کسان د نیمروز له مرکز زرنج ښار، ۱۴ تنه له غزني، ۱۴ تنه له فراه او ۳ تنه له پنجشیر ولایت څخه راټول کړي او روغتیایي مرکزونو کې یې بستر کړي دي.
ورته مهال، پولیسو ۲۳ په نشه روږدي کسان په دایکندي او ۱۲ تنه په جوزجان ولایت کې له بستر او درملنې وروسته خپلو کورونو ته رخصت کړي دي.