۶ ولایتونو کې؛ پولیسو ۲۱ تنه د جنایي جرمونو په تړاو ونیول

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۷ - ۹:۳۲
asfasdf

امنیتي ځواکونو له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې په کندز، هلمند، کندهار، سمنګان، بلخ او نورستان کې د غلاوو، قاچاق او ناقانونه وسلو ګرځولو په تړاو ۲۱ شکمن کسان نیولي چې عدلي او قضایي ارګانونو ته به وسپارل شي. له ډلې یې، شپږ حرفوي غله او یو تن له هېواد د اوسپنې د ناقانونه قاچاق په تړاو په هلمند، درې مسلکي غله په کندهار، درې تنه د ناقانونه وسلو ګرځولو په تړاو په سمنګان، دوه حرفوي غله په بلخ او یو تن د نورستان ولایت په مربوطاتو کې نیول شوی دی.