۶ ولایتونو کې؛ پولیسو ۲۱ تنه د جنایي جرمونو په تړاو نیول

جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو د هېواد په شپږو ولایتونو کې د غلاوو، اخلاقي فساد او د الوتونکو مرغانو د ناقانونه ښکار کولو په تړاو ۲۱ شکمن کسان نیولي چې له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
له ډلې یې، درې تنه د ناقانونه ښکار کولو په تړاو په نورستان، درې تنه د اخلاقي فساد په تړاو په بلخ، اووه تنه د غلا په تړاو په کندهار، پنځه تنه په غزني، دوه تنه په سمنګان او یو تن د غلا په تړاو د هرات ولایت په مربوطاتو کې نیول شوی دی.