۶ ولایتونو کې؛ پولیسو ۱۵ تنه نیولي او د طبیعي ځنګلي لرګیو د وهلو او قاچاق مخنیوی وشو

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۲ - ۹:۴۷
safasf

امنیتي ځواکونو په هلمند، سمنګان، نیمروز، پنجشیر او بلخ کې ۱۵ تنه د غلاوو، قاچاق او اخلاقي فساد په تړاو ونیول.
له ډلې یې، څلور غله او دوه تنه د مسو د قاچاق په تړاو په هلمند، څلور تنه د اخلاقي فساد په تړاو په سمنګان، دوه غله په نیمروز، دوه تنه د وسایطو د غلا په تړاو په پنجشیر او دوه تنه د غلا په تړاو په بلخ کې نیول شوي دي.
ورته وخت کې، پولیسو په ننګرهار کې د طبیعي ځنګلي لرګیو د پرې کولو او قاچاق مخه نیولې ده.