۶ ولایتونو کې؛ پولیسو ۱۴ تنه نیولي او د ځنګلي لرګیو د قاچاق مخنیوی وشو moi-af یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۱ - ۱۲:۱۸ https://moi.gov.af/ps/%DB%B6-%D9%88%D9%84%D8%A7%DB%8C%D8%AA%D9%88%D9%86%D9%88-%DA%A9%DB%90%D8%9B-%D9%BE%D9%88%D9%84%DB%8C%D8%B3%D9%88-%DB%B1%DB%B4-%D8%AA%D9%86%D9%87-%D9%86%DB%8C%D9%88%D9%84%D9%8A-%D8%A7%D9%88-%D8%AF-%DA%81%D9%86%DA%AB%D9%84%D9%8A-%D9%84%D8%B1%DA%AB%DB%8C%D9%88-%D8%AF-%D9%82%D8%A7%DA%86%D8%A7%D9%82-%D9%85%D8%AE%D9%86%DB%8C%D9%88%DB%8C-%D9%88%D8%B4%D9%88 امنیتي ځواکونو په سمنګان، هرات، بلخ، نورستان او بغلان کې ۱۴ تنه د غلاوو، وژنو او اخلاقي فساد په تړاو نیولي دي. له ډلې یې، څلور تنه د اخلاقي فساد او یو تن د غلا په تړاو په سمنګان، دوه غله او دوه تنه د وژنې په تړاو په هرات، یو تن د وژنې او دوه تنه د غلا په تړاو په بلخ، یو غل په نورستان او یو بل تن د وژنې په تړاو د لغمان ولایت په مربوطاتو کې نیول شوی دی. ورته مهال، د ننګرهار امنیه قومندانۍ منسوبینو د یاد ولایت په مربوطاتو کې د طبیعي ځنګلونو او ځنګلي لرګیو د قاچاق مخنیوی کړی دی.