۶ ولایتونو کې؛ پولیسو ۱۴۸ روږدي د بسترولو په موخه راټول کړل

د روږدو د راټولولو او درملنې په لړ کې نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو په څو جلا عملیاتو کې ۶۶ تنه په فراه، ۶۵ تنه په ننګرهار، ۸ تنه په پروان، درې تنه په سمنګان، درې تنه په پنجشیر او درې تنه په کاپیسا ولایت کې راټول کړي او ځايي روغتیایي مرکزونو کې بستر کړي دي.