۶ ولایتونو کې؛ پولیسو نشه یي کروندې اړولي او ۹ تنه نیولي

نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو ننګرهار کې د ۴۵ جریبه کوکنارو اړولو ترڅنګ بدخشان او هرات کې یې بېلابېله کچه نشه یي کروندي له منځه وړي دي.
همداراز یادو منسوبینو زابل کې درې تنه له یو بایفور موټر سره د ۴۲ بوریو ومانو په تړاو، یو تن د پکتیا په احمدخیلو ولسوالۍ کې له ۶ کیلو چرسو سره او په کندز کې ۵ د نشه یي توکو پلورونکي نیولي دي.