۶ ولایتونو کې؛ پولیسو د کوکنارو کروندې له منځه وړي او ۱۰ تنه نیولي

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۸ - ۱۰:۴۲
sfsfsfs

نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو ۱۰۰ جریبه کوکنار د بغلان په تاله برفک ولسوالۍ او په بدخشان، لغمان او فراه کې نشه یي کروندې له منځه وړي دي.
بل پلو پولیسو د نشه یي توکو د قاچاق او پلور په تړاو ۹ تنه په هرات او یو تن په ننګرهار کې نیولی دی.
له نیول شویو کسانو ۱۴۵ کیلو اېف، ۹ کیلو تریاک، شپږ کیلو شیشه، یو کیلو هیرویین او یوه اندازه الکولي څښاک ترلاسه شوي دي.