۶ ولایتونو کې؛ پولیسو د نشه یي توکو څو کارخونې موندلي او ۹ تنه نیولي دي

د غور نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو په پسابند ولسوالۍ کې د نشه یي توکو څو کارخونې موندلي او له خپلو ټولو وسایلو سره یې سوځولي دي.
همداراز پولیسو په کاپیسا، پروان، سرپل نیمروز او کندز کې ۹ تنه د نشه یي توکو د پلور، کارولو او لېږد په تړاو نیولي دي.