۶۶۱ تنه د پولیسو منسوبین له مسلکي او عقیدتي زده‌کړو وروسته د پروان ولایت د پولیسو له روزنیز مرکز څخه فارغ شول.

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۸:۵۱
asdfasdf

یاد منسوبین چې د پروان او پنجشیر ولایتونو په ولسوالیو او امنیتي حوزو کې جذب شوي وو، له دوه میاشتنۍ مسلکي او عقیدتي روزنې وروسته د پروان د پولیسو.له روزنیز مرکز څخه فارغ او د ټولنې خدمت ته وړاندې شول.

په همدې تړاو د یاد مرکز په انګړ کې جوړه شوې غونډه کې د کورنیو چارو وزارت د اداري معینیت نظامي مرستیال شیخ محمد نظر شینواری، د تعلیم او تربیې قوماندانۍ اداري مرستیال مولوي وزیرالرحمن رحماني،د پروان والي مفتي محمد ادریس انوري، د یاد ولایت د امنیې قوماندان قاري محمد جاوید ضیاالرحمن او یو شمېر نورو مسئولینو او منسوبینو ګډون کړی و.

مسئولینو په خپلو ویناوو کې نوي فارغ شوي منسوبین د خلکو سره ښه چلند، د اوامرو اطاعت او خپلو دندو ته په وخت رسېدلو ته وهڅول.