۵ ولایتونو کې؛ ۳۰ کسه په نشو روږدي درملنه او ۲۱ کسه نیول شوي

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۲ - ۹:۹
vgbhn

نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو ۳۰ تنه په نشو روږدي چې پخوا یې د پلخمري ښار له څنډو راټول کړي و، له درملنې وروسته خپلو کورنیو ته سپارلي دي.
دغه راز، یادو پولیسو د نشه یي توکو د خرڅلاو په تړاو ۸ تنه په خوست، ۷ تنه په هرات، دوه تنه په لوګر او ۴ تنه د ۴۳۳ پاکټه نشه یي ګولیو او ۲۴۸ ګرامه پوډرو سره په پلازمېنه کابل کې نیولي دي.