۵ ولایتونو کې؛ ۱۷ تنه نیول شوي او یو شمېر وسلې کشف او ترلاسه شوي دي
امنیتي ځواکونو د څو جلا اقداماتو په ترڅ کې په پنځو ولایتونو کې یو شمېر وسلې کشف او ۱۷ تنه نیولي دي.
لهمنځه یې، اوه تنه د غلا په تړاو په هرات، پنځه تنه له کوره د تېښتې او ټپي کولو په تړاو په سمنګان، څلور غله په لغمان او یو بل تن د غلا په تړاو په نیمروز ولایت کې نیول شوی دی.
همداراز د پکتیکا د ارګون ولسوالۍ امنیتي ځواکونو یو شمېر وسلې چې یو میل کلاشینکوف، ۱۳۰۰ د کلاشینکوف مرمۍ، څلور لاسي مخابرې او نور نظامي وسایل پکې دي کشف او ضبط کړي دي.