۵ ولایتونو کې؛ ۱۵ روږدي د بستر په موخه راټول او ۲۷ نور روغ شوي

نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د څو جلا عملیاتو پایله کې په بلخ، فاریاب او پروان کې ۲۷ روږدي راټول کړي او د بستر په موخه یې روغتیایي مرکزونو ته لېږدولي دي.
همداراز، پولیسو په غزني او فاریاب کې ۱۵ روږدي له بستر او درملنې وووسته خپلو کورنیو ته سپارلي دي.