۵ ولایتونو کې؛ ۱۳ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونېول شول.

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۰:۱
شسیبشسب

امنیتي ځواکونو له وروستیو ۲۴ ساعتونو راهیسې د هیواد په پنځو ولایتونو کې ۱۳ تنه د غلاوو، قاچاق، اسنادو جعل او له کور څخه د تیښتې په تړاو نېولي دي.
له ډلې یې، څلور تنه د مسو او درملو د قاچاق په تړاو او دوه تنه نور د اسنادو د جعل په تړاو په نیمروز، ۳ تنه غله په زابل، ۲ تنه د کور څخه د تیښتې په تړاو په تخار، یو تن غل په بامیان او یو بل نفر د ۱۶ دانو پسونو او وزو د غلا په تړاو د فاریاب ولایت په مربوطاتو کې نېول شوی.