۵ ولایتونو کې؛ ۱۰ کسه د نشه یي توکو د لېږد او پلور په تړاو نیول شوي

moi-af
یکشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۴ - ۱۰:۵۸
vgbhnjm

نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو څلور کسه له دوه موټر سایکلونو سره د غور ولایت په په پسابند ولسوالۍ کې د ۱۷۸ کیلو چرسو سره، دوه کسه له څه اندازه شېشې سره په فاریاب، دوه کسه د نشه یي توکو د پلور په تړاو په بغلان، یو کس په کندز او یو کس له ۲۱ بوتلو شرابو سره په بدخشان  ولایت کې نیول شوی دی.
دې ته ورته، نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو غور کې ۳۵۰ کیلو د اومان بوټي، چې د شیشې په جوړلو کې کارول کیږي نیولي دي.