۵ ولایتونو کې؛ پولیسو ۳۸ روږدي له بستر وروسته رخصت او ۴۰ نور راټول کړي دي
د فراه ولایت نشه یي توکو سره د مبارزې مدیریت منسوبینو ۳۸ روږدي چې پخوا یې د بستر په موخه راټول کړي وو له څو میاشتني بستر او درملنې وروسته خپلو کورنیو ته سپارلي دي.
همداراز، نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د څو جلا عملیاتو په ترڅ کې ۲۰ روږدي په بلخ، ۱۵ تنه په پنجشیر، څلور تنه په پروان او یو تن په غزني ولایت کې راټول کړي او روغتیايي مرکزونو کې بستر کړي دي.