۵ ولایتونو کې؛ پولیسو ۲۹ تنه د جنایي جرمونو د ترسراوي په تړاو ونیول
د کورنیو چارو وزارت جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو له وروستیو ۲۴ ساعتونو راهیسې په سمنګان، بلخ، نیمروز، کندز او ننګرهار ولایتونو کې د غلا، قتل، اخلاقي فساد، دالوتونکو ناقانونه ښکار او نورو جنایي جرمونو په تړاو ۲۹ تنه نیولي چې تر لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
له منځه یې، ۱۷ تنه د الوتونکو مرغانو د ناقانونه ښکار، وژنې او اخلاقي فساد په تړاو په سمنګان، شپږ تنه د غلا او قمار په تړاو په بلخ او شپږ تنه د نیمروز، کندز او ننګرهار ولایتونو په مربوطاتو کې نیول شوي دي.