۵ ولایتونو کې؛ پولیسو ۲۳ تنه د جنایي جرمونو په تړاو نیولي دي
پولیسو د وروستیو ۲۴ ساعتونو په مهال ۲۳ تنه د غلا، وژنې، له کوره د تېښتې، نامشروع اړیکو او نورو جرمونو په تړاو په پنځو ولایتونو کې نیولي دي.
له ډلې یې، هلمند کې ۱۰ وسله وال او مسلکي غله له کورونو او مبایلونو د غلا په تړاو، اووه مجرمین په کنړ، دوه تنه له کوره د تېښتې په تړاو په سمنګان، دوه تنه د نامشروع اړیکو او یو تن د خپلې خور د وژلو په تړاو په بلخ او یو تن په پنجشیر کې د درې میله وسلې د ساتلو په تړاو نیول شوی دی.