۵ ولایتونو کې؛ پولیسو ۲۰ تنه نیولي او وسلې او مهمات ترلاسه کړي دي

moi-af
شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۱ - ۱۱:۵
asdafd

جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو له وروستیو ۲۴ ساعتونو راهیسې په ننګرهار، نیمروز، بلخ او هرات ولایتونو کې د غلاوو، وژنې او قاچاق په تړاو ۲۰ نیولي چې له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

له منځه یې، شپږ تنه د وژنې او دوه تنه د غلا په تړاو له دوه موټرسایکلونو سره په ننګرهار، شپږ تنه د انساني قاچاق په تړاو په نیمروز، درې حرفوي غله په بلخ او درې تنه د هرات ولایت په مربوطاتو کې نیول شوي دي.

ورته وخت کې، د کندهار ولایت په پنجوایي ولسوالۍ کې پولیسو په یو کور د پلټونکي عمليات پایله کې اته میله وسله، څه باندې زر درنې او سپکې مرمۍ، دوه مخابرې او نور نظامي تجهیزات لاسته راوړي دي.