۵ ولایتونو کې؛ پولیسو ۲۰ تنه د بېلابېلو جنایي جرمونو په تړاو نیولي

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۰ - ۱۰:۵۴
sfsff

امنیتي ځواکونو د تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې د هیواد په پنځو ولایتونو کې د غلا، اخلاقي فساد، د وسلو ناقانونه لرلو او د وژنې د نیت لرلو په تړاو ۲۰ تنه نیولي دي.

له منځه یې، څلور وسله وال او مسلکي غله، درې تنه د اخلاقۍ فساد او دوه تنه د یو کس د وژلو د نیت لرلو په تړاو په تخار، شپږ غله په غزني، درې تنه په نیمروز کې د وسلو د ناقانونه ساتلو په تړاو او دوه غله په بلخ او ننګرهار کې نیول شوي دي.