۵ ولایتونو کې؛ پولیسو ۱۵ تنه د نشه یي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي
د کورنیو چارو وزارت نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د څو جلا عملیاتو په مهال په بدخشان، لغمان، خوست، پروان او بلخ ولایتونو کې ۱۵ تنه د نشه یي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي چې تر لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
له نیول شوو کسانو ۱۶ کیلو ګرامه تریاک، یوه اندازه چرس، شیشه، الکولي مشروبات او نشه یي ټابلیټونه هم ترلاسه شوي دي.