۵ ولایتونو کې؛ پولیسو ۱۱ تنه نیولي او د ځنګلي لرګیو د قاچاق مخنیوی یې کړی

امنیتي ځواکونو تېرو ۲۴ ساعتونو کې څلور تنه په غزني کې د وژنې په تړاو، څلور تنه د قمار او یو یو تن د وژنې په تړاو په تخار، یو تن د ۵۰ زره افغانیو د غلا په تړاو په هرات او یو تن د غلا په تړاو په پکتیا کې نیولی دی.
ورته مهال، پولیسو په ننګرهار کې د ډېرې کچې ځنګلي لرګیو د قاچاق مخنیوی کړی دي.