۵ ولایتونو کې؛ پولیسو ۱۰ تنه نیولي او یوه اندازه وسلې او تجهیزات یې ترلاسه او ضبط کړي دي

امنیتي منسوبینو خوست کې درې تنه د ځنګلونو د ناقانونو وهلو او قاچاق په تړاو نیولي او همداراز څلور مسلکي او وسله وال غله یې په بلخ او درې تنه په تخار، هرات او سمنګان کې د غلا په تړاو نیولي دي.
ورته مهال، د خوست او سمنګان ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو د عملیاتو په مهال وسلې او نظامي تجهیزات موندلي او ضبط کړي دي.