۵ ولایتونو کې؛ پولیسو شاوخوا ۲۰۰ جریبه د کوکنارو کښتونه له منځه وړي
د نشه یي کروندو د له منځه وړلو په دوام نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو ۹۰ جریبه کوکنار د بدخشان په کشم ولسوالۍ، ۴۴ جریبه د لغمان په الینګار او دولت شاه ولسوالیو کې، څه باندې ۴۰ جریبه په ننګرهار، ۱۷ جریبه په تخار او شپږ جریبه په سرپل ولایت کې اړولي دي.