۵ ولایتونو کې؛ پولیسو د جنایي جرمونو په تړاو ۲۵ تنه نیولي دي

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۵ - ۱۴:۸
شیبشب

د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو د څو جلا اقداماتو په ترڅ کې ۱۳ تنه د قمار په تړاو په سمنګان،اته تنه د غلا په تړاو په هرات، دوه غله په بغلان او دوه تنه نور د غلا په تړاو په نیمروز ولایت کې نیولي دي.
همداراز، د پکتیکا د ارګون ولسوالۍ ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو د یو پلټونکي عملیات په پایله کې یو میل کلاشینکوف، ۱۰ شاجورونه، یوه توپنچه او ۶۰۰ د بریټا او میکروف توپنچو مرمۍ کشف او ضبط کړي دي.