۵ ولایتونو کې؛ د ۱۴ په نشو روږدو کسانو د راټولولو ترڅنګ ۹ تنه د نیول شوي

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۸ - ۱۲:۹
frftg

نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د لغمان مرکز مهترلام ښار له څنډو ۱۴ کسه په نشو روږدي راټول او د درملنې لپاره یې د پلازمېنې د روږدو ۱۰۰۰ بیستریز روغتون ته لیږدولی دي.
دغه راز، نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د یادو توکو د خرڅلاو په تړاو ۴ کسه د نشه یي ګولیو او چرسو په تړاو په کابل، ۴ کسه په هرات، او یو تن په دایکندي ولایت کې نیول شوی دی. دغه راز په میدان وردګو کې ډېره کچه نشه یي توکې، چې د عملیاتو پر مهال راټول شوي و، سوځول شوي دي.