۵ ولایتونو کې؛ د کوکنارو کروندې اړول شوي

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۱ - ۱۲:۳۱
zs

نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو په څو جلا عملیاتو کې نږدې ۴۰۰ جریبه کوکنار اړولي دي.
له منځه یې، یادو پولیسو ۲۵۳ جریبه په ننګرهار، ۹۰ جریبه د تخار په مرکز او رستاق، نمک اب او درقد ولسوالیو، ۹ جریبه د بامیان په شیبر ولسوالۍ او ۶ جریبه د فاریاب ولایت په خیبر ولسوالۍ کې اړول شوي دي.
همدارنګه، نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو لسګونه جریبه ځمکه د پروان ولایت په چاریکار ښار او جبل السراج ولسوالۍ کې له کوکنارو پاکه کړې ده.