۵ ولایتونو کې؛ د څه باندې ۲۰ جریبه بنګو اړولو ترڅنګ اووه تنه ونیول شول

نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو ۱۲ جریبه د بنګو کروندې د بدخشان ولایت په بهارک ولسوالۍ، اووه جریبه په پکتیکا او درې جریبه په هلمند ولایت کې اړولي دي.
همداراز؛ یادو پولیسو د نشه یي توکو خرڅلاو په تړاو اووه تنه په هلمند کې نیولي او دغه راز یې په بادغیس کې ۱۵۰۰ کیلو ومان ترلاسه او سوځولي دی.