۵۳ میله بېلابېلې وسلې د ډایاک پروسې ته وسپارل شوې.

rahimzai_moi
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۴/۱۸ - ۱۰:۴۷
ړ

د کابل ولایت د امنیه قومندانۍ چارواکو ۵۳ میله بېلابېلې وسلې او مهمات چې د بېلابېلو جرمې قضیو په ترڅ کې د پولیسو لاسته ورغلې وې، د ملي دفاع وزارت د وسلو د ټولولو پروسې (ډایاک) ته وسپارلې.
یادې وسلې په وروستیو دوو میاشتو کې د بېلابېلو قضیو په ترڅ کې لکه: جنايي جرمونه او ترهګریز جرمونه د غیرمسووله وسله والو له لاسه د پولیسو لاسته ورغلي دي.
په تسلیم شویو وسلو کې دوه میله راکټ اندازه، درې میله کلاشینکوفونه، ۴۶ میله بېلابېلې تفنګچې او دوه میله پخوانۍ وسلې شاملې دي.