۴ ولایتونو کې؛ ۲۲ تنه د بېلابېلو جنایي جرمونو په تړاو ونیول شول
د کورنیو چارو وزارت د جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو د بېلابېلو اقداماتو په ترڅ کې د غلو نهه کسیزه وسله واله ډله له یو میل توپنچې او څو سیټه مبایلونو سره په هرات ښار، پنځه وسله وال غله له یو میل توپنچې او ۷ سیټه غلا کړیو مبایلونو سره د بغلان په مرکز پلخمري ښار کې، پنځه تنه د نامشروع اړیکو او دوه تنه د غلا په تړاو په کندوز او یو بل تن د کرولا موټر د غلا په تړاو د بلخ ولایت په مربوطاتو کې نیولی دی.