۴ ولایتونو کې؛ ۱۸ تنه د جنايي جرمونو په تړاو نیول شوي
امنیتي ځواکونو د څو بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې ۵ تنه د جوارګرۍ په تړاو په سمنګان، یو تن غل په غزني او درې عرادې ریکشې په هرات ولایت کې کشف او په تړاو يې یو تن نیول شوی.
همدارنګه، د نیمروز ولایت د چهاربولک ولسوالۍ امنیتي منسوبینو ۱۱ تنه د مسو او د درملو د قاچاق په تړاو نیولي دي.