۴ ولایتونو کې؛ ۱۶ تنه د بېلابېلو جنایي جرمونو په تړاو نیول شوي

moi-af
شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۱۴:۸
asdfaf

پولیسو ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، ۱۶ تنه د غلا، لاسي بم اچولو او نشه یي توکو خرڅلاو په تړاو په هرات، کاپیسا، فاریاب او نیمروز ولایتونو کې نیولي.
له دې ډلې، ۷ تنه په هرات کې، ۳ تنه په فاریاب او یو بل تن په نیمروز کې د غلا، ۵ تنه د لاسي بم د اچولو او نشه یي توکو خرڅلاو په تړاو د کاپیسا په ولایت کې نیول شوي.