۴ ولایتونو کې؛ ۱۳۱ تنه روږدي درملنه او ۶۹ نور د بستر په موخه راټول شول

د روږدو د راټولولو او درملنې په لړ کې د کورنیو چارو وزارت منسوبینو ۱۱۰ تنه روږدي په نیمروز، ۱۵ تنه په غزني او ۶ تنه په فراه ولایت کې راټول کړي او د درملنې په موخه یې ځایي روغتونونو کې بستر کړي دي.
همداراز، نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو فراه کې ۶۹ روږدي کسان چې پخوا یې په دغه ولایت کې راټول کړي وو له بستر او درملنې وروسته خپلو کورنیو ته سپارلي دي.