۴ ولایتونو کې؛ ۱۰ تنه د جنایي جرمونو په تړاو نیول شوي

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۷ - ۱۰:۷
sadf

پولیسو ځواکونو د څو بېلابېلو اقداماتو په ترڅ کې، په ۴ ولایتونو کې، ۱۰ تنه د بېلابېلو جرمونو د کولو په تړاو نیولي.
له دې ډلې، ۴ تنه د لرغونو اثارو د پیدا کولو په موخه د فلزاتو پیدا کولو دستګاه او یو غل په هرات کې، دوه تنه د قتل او غلا په تړاو په بغلان ولایت کې، یو غل او یو قاتل په نیمروز کې او یو بل تن د غلا په تړاو په بلخ ولایت کې نیول شوی دی.