۴ ولایتونو کې؛ پولیسو ۱۸ تنه د بېلابېلو غلاوو په تړاو ونیول

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۱۰:۴۶
asdfasf

د کورنیو چارو وزارت جنایي جرمونو سره د مبارزې منسوبینو له وروسیتو ۲۴ ساعتونو راهیسې په ننګرهار، جوزجان، سمنګان او نیمروز ولایتونو کې د بېلابېلو غلاوو په تړاو ۱۸ تنه نیولي چې د دوسیو تر بشپړېدو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
له منځه یې، د غلو ۱۰ کسېزه ډله د څلور میلونه افغانیو، یوه اندازه سرو زرو، ځېرکو مبایلونو او نورو اجناسو د غلا په تړاو په ننګرهار، شپږ تنه د وسایطو د غلا په تړاو په جوزجان او دوه تنه نور په سمنګان او نیمروز ولایتونو کې نیول شوي دي.